اروپا؛ هغه لویه وچه چې کرونا ویروس پکې تر نورو ډېر خپور شوی دی. وروستي راپورونه وایي، چې په اروپا کې د کرونا ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېر تر یولک اوښتی. په اروپا کې د مړو شویو کسانو شمېر د ټولې نړۍ په کچه دوه پر درې برخه جوړوي. راپور وایي، چې دغه شمېره د اروپا پر وخت تېر ماښام خپره شوې ده او اوس کېدای شي تر دې هم اوښتې وي. له دې مړو شویو کسانو تر ټولو ډېر یې په اېټالیا کې دي.دغه راز راپورونه وایي چې امریکا کې د کرونا وبا له امله د مړیو شمیر څلویښت زره کسانو ته نیږدې شوی دی.
































