اسراییلي جنګي الوتکو په روانه اوونۍ کې په دویم ځل پر غزې بمباري کړې ده. اسراییلو دا ګام تر هغه وروسته پورته کړی چې فلسطیني وسله والو، د اسراییلو جنوب لور ته اورلګوونکي پوکاڼۍ ور خوشې کړې. اسراییلو ویلي، د هغوی غاړې ته چې حماس کومې اورلګوونکې پوکاڼۍ ورخوشې کړې وې فصلونو ته تاوان رسولی او په ځوابي بمبارۍ کې دوی د حماس یو مرکز او د توغندیو د توغولو یوه دستګا ویجاړه کړې ده. تر اوسه په غزه د اسراییلي الوتکو په بمبارۍ کې د ځاني تاوان په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
































