د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي چې اروپایي ټولنه د ترکیې له ملاتړ پرته خپلو موخو ته نشي رسېدی. اردوغان ویلي، چې د اروپایي ټولنې لپاره ډېره سخته ده چې پرته د ترکیې له غړیتوب څخه په ځواک بدله شي. اردوغان دغه راز زیاته کړې، انقره هیله لري چې اروپايي ټولنه دې ژر تر ژره خپله ستراتیژي بدله کړي او د اجنډا پر اساس دې د ترکیې سره د یو ځای کېدو پروسه پرمخ یوسي. نوموړي په نړۍ کې د توکمپالنې او د کډوالۍ پر وړاندې په تبلیغاتي بیانونو هم نیوکه کړې ده.
































