د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، تېر کال د افغانستان په ګډون په نړۍ کې نږدې درې میلیونه وګړي له خپلو کورونو بېځایه شوي دي. دغې ادارې نن په خپل کلني راپور کې ویلي، له کرونا وبا سره سره دغه کسان د جګړو، ناامنیو، مجازاتو او له بشري حقونو د سرغړونو له کبله له خپلو مېنو کډې کولو ته اړ شوي دي. ملګرو ملتونو د نړۍ له رهبرانو غوښتنه کړې چې د زیاتېدونکي بېځایه کېدو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په حواله، ۷۰ سلنه بېځایه شوي کسان د افغانستان، سوریې، ونزویلا، جنوبي سوډان او میانمار دي. د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت درې ورځې مخکې ویلي و، یوازې د روان لمریز کال له پیله په بېلابېلو ولایتونو کې نږدې ۱۸ زره کورنۍ د جګړو له امله له خپلو مېنو بېځایه شوي دي.
































