په ایران کې ولسمشریزې ټاکنې پای ته رسېدلې دي خو د خلکو کمرنګه ګډون غبرګونونه پارولي دي. د بې طرفه رسنیو د راپورونو له مخې ان د ایران تر پنځوس سلنه هم کمو وګړو په ټاکنو کې ګډون کړی دی. راپورونه وایي چې په ټاکنو کې د خلکو د کمرنګه ګډون ستر لامل پر ټاکنیز بهیر د خلکو بې باوري او دغه راز له حکومته د خلکو نارضایتي ده. سرچینې وايي چې اقتصادي فشارونه، ناسم وضعیت، کمزوري خدمات هغه څه دي چې خلک یې له حکومت ناراضه کړي. دوی همدا راز وايي چې پر ایران د یوې ځانګړې ډلې د واک دوام هم ددې سبب شوی چې خلکو په ټاکنو کې ګډون و نه کړي. ټاکل شوې چې د نن ورځې په اوږدو کې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.
































