ترکي چارواکو په ترکیه کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکاریو ته ادامه ورکوي. ترکي لوري ویلي دوی پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې رښتینې همکارۍ ته هڅوي او ډاډ ورکوي چې دغه هېواد به د روانې جګړې په ختمولو کې مرسته وکړي. حنیف اتمر بیا په دې لیدنه کې ویلي چې د افغانستان په سوله کې د سیمې د هېوادونو همکاري مهمه ده او ترکیه د افغانستان د ملګري هېواد په توګه په دې برخه کې ډېرې همکارۍ کولی شي. هغه هیله ښودلې چې د ملګرو هېوادونو په مرسته روانه جګړه ژر تر ژره ختمه کړل شي.
































