وسله والو طالبانو ویلي، چې د تخار ولایت بهارک ولسوالي یې نیولې ده. د تخار ولایتي شورا ویلي، چې دغه ولسوالي چې له تېرو دریو ورځو راهیسې کلابنده وه، تېره شپه پکې شاخوا ۵۰ سرتیري طالبانو ته تسلیم شوي او دا ولسوالي اوس د طالبانو لاس ته ورغلې ده. د یوه بل خبر له مخې د پکتيا ميرزکه ولسوالي هم تېره شپه د طالبانو له خوا سقوط شوې ده. د پکتيا د ولايتي شورا يو غړي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې امنيتي ځواکونو تېره شپه له سختې جګړې وروسته ولسوالي طالبانو ته پرېښی ده. طالبانو هم رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ويلي چې ياده ولسوالي يې نيولې ده. امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































