د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ویلي، چې انتونیو ګوترېش د دویمې دورې لپاره د دغه سازمان د عمومي منشي په توګه وټاکه. ګوترېش به د پنځو نورو کلونو لپاره هم د دغه نړیوال سازمان چې ۱۹۳ غړي لري، مشري کوي. د همدې میاشتې په پيل کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا چې ۱۵ غړي لري، د دویمې دورې لپاره د ګوترېش د بیا ټاکل کېدو ملاتړ کړی و. د ګوترېش د ماموریت دویم پړاو د راتلونکې ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه پیلیږي. د نړۍ بېلابېلو چارواکو ګوترېش ته پر خپل پوست د بیا ټاکل کېدو له کبله مبارکي ورکړې ده.
































