بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه څرګندونې چې ویلي یې دي نړیوالې ټولنې د افغان سولې په خبرو کې د پاکستان رول په پراخه توګه منلی دی، له حقیقته لرې بللې دي. د هېواد بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې له پاکستاني چارواکو څخه د افغانستان او نړیوالې ټولنې غوښتنه دا ده چې له خپل هغه نفوذ او کنټرول څخه چې پر طالبانو یې لري دغه ډله د معنا لرونکو خبرو مېز ته وهڅوي، تر څو په افغانستان کې جګړه او د وینې تویېدل ختم او نړیوال تروریزم پای ته ورسیږي. بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د ملاتړ پر سر د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب او پاکستاني چارواکو ترمنځ لفظي شخړې زور اخیستی دی.
































