ولسمشر غني وایي جګړه طالبانو پیل کړې ده او مسوولیت یې هم ددغه ډلې پر غاړه دی. ولسمشر غني د ملي دفاع ، کورنیو چارو او کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارتونو د سرپرستانو د معرفي په مراسمو کې د خبرو پر مهال ویلي چې افغان ځواکونه پياوړي دي او تر څنګ یې حکومت د سولې لپاره هم واضح طرحه لري. ولسمشر طالبان د جګړې پیلوونکي وبلل او په خبره یې دغه ډلې جګړه پیل کړې ده، د پردیو تورو ډلو په اشاره عامه تاسیسات ورانوي او د سولې لپاره هېڅ راز واضح طرحه نه لري. هغه زیاته کړې چې د جګړې د دوام ټول مسوولیت پر وسله والو طالبانو دی. ولسمشر غني دغه راز پر نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ چې د طالبانو له لوري پر روانو فعالیتونو بې طرفه پاتې نه شي او دا ومني چې دغه ډلې د افغانانو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي. ولسمشر همدا راز په دې مراسمو کې د امنیتي ادارو ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ غوښتنه کړې ده او په خبره یې د یادو اداراتو ترمنځ په روان وضعیت کې لا ډېرې او پیاوړې همغږۍ ته اړتیا ده.
































