د ترکیې د اناتولي خبري آژانس د خبر له مخې په لیبیا کې د وفاق ملي دولت ځواکونو د الترهونه ښار د نیولو پر مهال، چې د پلازمېنې طرابلس په جنوبي برخه کې دی، د جنرال حفتر ۱۰۲ دوه وسله وال ژوندي نیولي دي. د غوسه ناک توپان په نوم د روانو عملیاتو د اطلاعاتو د مرکز ویاند مصطفی المجعي ویلي دولتي ځواکونه د الترهونه ښار مرکز ته چې د جنرال حفتر د نظامي ځواکونو مرکز دی نیږدې شوې دي او عملیاتو ته به همداسې دوام ورکوي. نوموړي ویلي، د عملیاتو پر مهال یې ګڼې وسلې او زرهي ټانګونه هم نیولي دي. ده ویلي په دې عملیاتو کې یې د جنرال حفتر ۲۵ وسله وال وژلي هم دي. په ۲۰۱۱ کال کې د معمرقذافي د حکومت له نسکورېدو وروسته دغه هېواد، د ختیځ او لوېدیځ په دوو موازي حکومتونو وېشل شوی دی. یو یې د هېواد په لوېدیځ پلازمېنه طرابلس کې د وفاق ملي په نوم د «فایز السراج» په مشرۍ چې نړۍ په رسمیت پېژندلی او بل یې په ختیځ کې د طُبرُق په نوم د جنرال حفتر په مشرۍ موازي حکومت دی، چې تر ډېره د اماراتو، سعودي عربستان، او ځینو نورو هېوادونو ملاتړ ور سره دی.
































