د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال سره په لیدنه کې د سولې په برخه کې د اسلام اباد رول مهم بللی دی او پر دغه هېواد یې غږ کړی دی چې خپلې رښتینې همکارۍ و نه سپموي. د بهرنیو چارو وزیر ویلي پاکستان پر طالبانو پراخ نفوذ لري او له دې نفوذ په استفادې دې دوی له افغان حکومت سره سولې، پر ژمنو عمل کولو او د تاوتریخوالي کمولو ته وهڅوي. اتمر ویلي د افغانستان سوله د سیمې د هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري او پاکستان باید په دې برخه کې خپله رښتینې همکاري ثابته کړي. قریشي هم ویلي چې دوی د خبرو له لارې د افغان جګړې ختمېدل غواړي او خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پر عمل پلان پر کار کولو هم خبرې کړې دي.
































