د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په تازه څرګندونو کې ویلي چې په هېواد کې د روانو جګړو او تاوتریخوالي له امله د کډوالۍ او بېځایه کېدو کچه مخ په ډېرېدو ده. ددغه وزارت د معلوماتو له مخې یوازې روان کال تر دې دمه د جګړو له امله ۱۲۸ زره او ۸۰۰ کسان په کور د ننه بېځایه شوي دي. سرچینه همدا راز وایي چې دمګړی شاوخوا شپږ نیم میلیونه افغانان له هېواده بهر اوسي چې لوړه شمېره یې په پاکستان او ایران کې دي. دغه وزارت خبرداری ورکوي چې که جګړې دوام کوي نو ښایي زرګونه انسانان نور هم په افغانستان کې بې کوره او کډوال شي. سرچینه وايي په کور د ننه د جګړو له امله بېځایه کېدل بشري ناورین رامنځ ته کوي او خلک له پراخو ستونزو سره مخ کولی شي.
































