د بښنې نړیوال سازمان د ایران د نوي ولسمشر د جرمونو د پلټلو غوښتنه کړې ده. د بښنې نړیوال سازمان په تازه څرګندونو کې ویلي چې ابراهیم رییسي په ایران کې په غیر قانوني اعدامونو او د سیاسي مخالفینو په وژلو کې لاس لرلی دی او په دې برخه کې په جرمونو تورن دی. یادې ادارې ویلي ددې جدي اړتیا ده چې نړیوال د ابراهیم رییسي د جرمونو پلټنه وکړي. ابراهیم رییسي تېره ورځ په ایران کې د لومړنیو پایلو ګټونکی اعلان شوی دی خو نړیوال غبرګونونه یې هم له ځان سره لرلي دي. رییسي د اروپایي ټولنې او امریکا د بندیزونو په لېست کې هم شامل دی.
































