وسله والو طالبانو د لوګر د خروار، د بلخ د چاربولک او د تخار د نمک آب ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده. په لوګر کې یو شمېر سرچینې وایي چې طالبانو د څرخ ولسوالۍ تر نیولو وروسته تېره شپه د خروار ولسوالي هم نیولې ده. طالبانو بیا ویلي چې د خروار ولسوالي یې کلونه مخکې نیولې وه، خو د افغان ځواکونو یوه قرارګاه یې تېره شپه نیولې ده. طالبانو همدا راز د بلخ د چاربولک او تخار د نمک آب ولسوالۍ د نیولو خبر هم ورکړی دی. سرچینې بیا وايي چې د نمک آب ولسوالۍ امنیه قومندان له خپلو څلورو ساتونکو سره جګړه کې وژل شوی دی. دا پېښې داسې مهال کېږي چې کورنیو چارو وزارت د طالبانو په لاس د ولسوالیو د سقوط خبرونه بې بنسټه بولي او وایي دا موقت شاتګ او پرمختګ دی چې د سقوط مانا نه لري.
































