روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱ زر او ۹۲۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر دغې وبا اخته ۹۳ کسان مړه شوي او ۵۲۶ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر یو لک او ۳ زره او ۹۲۱ ته او د مړه شویو هغه بیا څلور زره او ۲۱۵ ته لوړ شوی دی. روغتیا وزارت د کرونا وبا د مخنیوي یوازینۍ لار د روغتیایي سپارښتنو عملي کول بولي او له هېوادوالو غواړي چې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































