د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې په یوه وسله واله نښته کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې دا برید په داسې مهال شوی دی چې پوځیان د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ سیمې ته په عملیاتو وتلي وو. راپور کې راغلي چې په دې برید کې دوه پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د پاکستان پوځ بیا د یو پوځي د وژل کېدو د پخلي ترڅنګ د دوو وسله والو د وژل کېدو ادعا کړې ده. تر اوسه د برید پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































