د دفاع وزارت نوي سرپرست وزیر جنرال بسم الله محمدي پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د خپلو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي. د یاد وزارت مرستیال ویاند فواد امان ویلي چې بسم الله محمدي له ټولو وطندوستو هېوادوالو غوښتي چې د خپلو ځواکونو ترڅنګ ودرېږي. نوموړي د محمدي له قوله زیاته کړې، هغوی چې د هېواد په هره څنډه کې وي د افغان ځواکونو ملاتړ ته دې راودانګي، دفاع وزارت چمتو دی چې ټول امکانات او اسانتیاوې ورته برابرې کړي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شوي چې په پروان او جوزجان ولایتونو کې یو شمېر خلکو د امنیتي ځواکونو په ملاتړ وسلې اخیستې دي.
































