د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنوبي کوریا له ولسمشر”مون جائه این” سره تلېفوني خبرې کړې دي او د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې یې د جنوبي کوریا له مرستو مننه کړې ده. ټرمپ په دې ټلېفوني خبرو کې جنوبي کوریا له کرونا ویروس سره د مبارزې ښه بېلګه یاده کړې ده. جنوبي کوریا له امریکا سره د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د تشخیصیه او محافظتي کېټونو او نورو طبي توکو مرسته کړې ده. ټرمپ خپله له جنوبي کوریا څخه ددغه طبي مرستې غوښتنه کړې وه. د امریکا ولسمشر ددې ترڅنګ په ټاکنو کې د مون د حزب د بریا مبارکي هم ورکړې ده او په اوسنیو حالتو کې یې د جنوبي کوریا له لوري د بریالیو ټاکنو تر سره کول ستایلي دي. په جنوبي کوریا کې حاکم ګوند توانیدلي، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د پارلمان ډېرې چوکۍ خپلې کړي.
































