د ولسي جرګې غړو په هېواد کې د طالبانو له لوري د ګڼو ولسوالیو نیول د جدي اندېښنې وړ مسئله بللې ده او امنیتي ادارې یې په بې کفایتۍ تورنې کړې دي. د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال د جګړو او نا امنیو په تړاو د حکومت چوپتیا هم د جدي اندېښنې وړ بللې ده او وایي چې ولس د ځواب په تمه دی. وکیلانو وویل داسې ښکاري چې د ولسوالیو سقوط یوه معامله ده نو له همدې امله حکومت هم چوپتیا غوره کړې ده. د ولسي جرګې غړي وایي د حکومت مسوولیت دی چې ژر تر ژره خلکو ته د روان وضعیت په اړه سپیناوی ورکړي. د ولسي جرګې غړو دغه راز په امنیتي ادارو کې وروستۍ ګومارنې او ادلون بدلون هم د خندا وړ بللی دی او په خبره یې حکومت یوازې ثابتې شوې او تکراري څېرې چې پخوا یې هم لاس ته راوړنې نه دي لرلې له یوه ځایه بل ځای ته تبدیلوي او پر نوو څوکیو یې ګوماري. دوی همدا راز له ولسمشر وغوښتل چې ژر تر ژره د سرپرستۍ دود ختم کړي او د امنیتي ادارو لپاره په دې حساسو شرایطو کې وړ او په کار پوه کسان وګوماري.
































