ډیلي بیسټ خپرونې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه یو راپور خپور کړی دی. په راپور کې راغلي چې امریکا په افغانستان کې خپلې پوځي اډې په پټه تړي او رسنۍ ورباندې نه خبروي. راپور کې د بګرام پوځي اډې ته په اشارې ویل شوي چې دغه اډه د جون میاشتې په ۲۰مه نېټه افغان ځواکونو ته سپارل شوې ده خو رسنۍ ورباندې نه دې خبرې شوې. راپور کې دغه راز په افغانستان کې وروستیو ناامنیو ته هم اشاره شوې ده او زیاته شوې چې خلک روان وضعیت سخت اندېښمن کړي دي. په راپور کې د ځینې افغانانو له قوله ویل شوي چې امریکا په افغانستان کې نظامي ماتې خوړلې، طالبان د پرمختګ په حال کې دي او د افغان ځواکونو روحیات ورځ تر بلې کمزوري کېږي. دوی پر افغان حکومت هم نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د وضعیت په کنټرول کې پاتې راغلی دی.
































