ګارډين ورځپاڼې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو په اړه راپور کې ویلي چې له دغه هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیل سره هممهاله جګړو زور اخیستی دی، په داسې حال کې چې د سولې، اوربند او د قدرت د مشارکت په اړه هیڅ توافق نه لیدل کېږي. راپور کې وړاندې راغلي، امریکایان هم دې له پام پرته چې د افغانانو راتلونکې به څه ډول کېږي د خپلو پوځیانو د وتلو هرکلی کوي. راپور کاږي، د افغانستان راتلونکې روښانه نه ده او عام خلک د خپل برخلیک په اړه په هیڅ هم نه پوهېږي. که څه هم ناټو په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو د ملاتړ او تمویل ژمنه کړې ده خو راپور کې د کارپوهانو له قوله راغلي چې دا ډول څرګندونې یو ډول په شاتګ دی.
































