په هېواد کې د سختو جګړو او د طالبانو لهخوا د ولسوالیو د نیولو پر دوام، دې ډلې ویلي چې په تېرو دریو ورځو کې یې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ۲۹ ولسوالۍ له دولتي ځواکونو څخه نیولې دي.
د کندوز خان آباد، امام صاحب، قلعه زال او دشت ارچي؛ د بلخ چمتال، خاص بلخ، کشنده، شولګره، دولت آباد او چهاربولک؛ د جوزجان آقچه، منګجیک، خانقا او فیض آباد؛ د بغلان دوشي او جلګه؛ د تخار خواجه بهاوالدین، درقد، دشت قلعه، چال، نمک آب، ینګي قلعه، خواجه غار او هزار سموچ؛ د لوګر خروار؛ د ارزګان خاص ارزګان؛ د سمنګان دره صوف بالا او پایین او د پکتیا ځاځي اریوب هغه ولسوالۍ دي، چې طالبان یې په تېرو دریو ورځو د نیولو ادعا کوي.
بلخوا حکومتي چارواکي بیا وايي چې افغان ځواکونه هم توانېدلي چې د تخار ینګي قلعه او خواجه غار ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونیسي. د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان زیاتوي چې دا ولسوالۍ د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې نیول شوي او طالبانو تهیې درنه مرګژوبله اړولې ده.
د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسوولین وايي، چې د لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره بشپړ پلان شته، خو د پوځي محرمیت له کبلهیې د وضاحت له ورکولو ډډه کوي. بلخوا په فاریاب او بلخ ولایتونو کې طالبان د ولسوالیو له نیولو وروسته د دغو ولایتونو ښارونو ته نږدي شوي او سرچینې وايي چې اوس د دغو ولایتونو د ښارونو په کمربندي پوستو کې سختې جګړې او نښتې روانې دي. که څه هم په دې وروستیو کې د امنیتي سکټور په رهبرۍ کې بدلونونه راوستل شول، خو حکومت لا هم نه دی توانېدلی چې د جګړو او د ولسوالیو د سقوط مخینوی وکړي.
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت سرپرست او نوماند بسمالله محمدي له خلکو غوښتي چې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر خوا ودرېږي او دوی چمتو دي چې وسلې او تجهیزات ورکړي. محمدي زیاتوي: «زه یو ځل بیا له افغان ځواکونو څخه د خپلو خلکو په ملاتړ ټینګار کوم. له خپلو وطنپاله خلکو غواړم، هر چېرې چې اوسي له خپلو ځواکونو ننګه وکړي. افغان حکومت چمتو دی چې له دې ارمان د دفاع په هدف هر ډول اسانتیاوې دوی ته برابرې کړي.»
له دې سره جوخت، د ولسي جرګې غړي په هېواد کې د طالبانو له لوري د ګڼو ولسوالیو نیول د جدي اندېښنې وړ مسئله بللې او امنیتي ادارې او د دغو ادارو رهبري یې پر بې کفایتۍ تورنه کړې.
د ولسي جرګې ګڼو غړو د تېرې ورځې غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال د جګړو او نا امنیو په تړاو د حکومت چوپتیا هم د جدي اندېښنې وړ بللې او وایي چې دې چارې دوی ته ګڼۍ پوښتنې راولاړې کړي او ولس د ځواب په تمه دی. وکیلان وایي، داسې ښکاري چې د ولسوالیو سقوط یوه معامله ده، نو له همدې امله حکومت هم چوپتیا غوره کړې ده. د دې جرګې غړې بلقیس روشن وايي چې په امنیتي ادارو کې وروستۍ ګومارنې او ادلون بدلون هم د خندا وړ دي او په خبره یې، حکومت یوازې ثابتې شوې او تکراري څېرې چې پخوا یې هم لاس ته راوړنې نه دي لرلې، له یوه ځایه بل ځای ته تبدیلوي او پر نوو څوکیو یې ګوماري. دوی همدا راز له ولسمشر وغوښتل چې ژر تر ژره د سرپرستۍ دود ختم کړي او د امنیتي ادارو لپاره په دې حساسو شرایطو کې وړ او په کار پوه کسان وګوماري.
































