پاکستان یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د خبرو له لارې د جګړو د ختمېدو ملاتړي دي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان واشنګټن پوسټ ته ویلي امریکا او پاکستان په افغانستان کې ګډې ګټې لري. دده په وینا امریکا هم غواړي افغانستان کې دایمي ثبات، سوله او پرمختګ رامنځ ته شي او پاکستان هم د همدې چارې غوښتونکی دی. دده په خبره د هغه حکومت کلک ملاتړ کوي چې د افغانانو په خوښه او انتخاب رامنځ ته کېږي او په وینا یې په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ لاسوهنه ګټوره نه ده، تر ګټو یې زیانونه ډېر وي او دا تاریخ ثابته کړې ده. د عمران خان په وینا پاکستان د افغان کشالې د حل لپاره کافي تجربې لري او هڅه کوي د سولې په برخه کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي. نوموړي ویلي په سیمه کې د امریکا حضور، د ډرون الوتکو بریدونه او د جګړې دوام به د امریکا دښمنان ډېر کړي له همدې امله دوی په هېڅ صورت امریکا ته د اډو له ورکړې سره موافقه نه کوي. عمران خان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د افغان حکومت ټول لوړپوړي چارواکي دغه هېواد د ترهګرو او په افغانستان کې د روانې جګړې ملاتړی بولي.
































