د روغتیا نړیوال سازمان وایي په بېوزله هېوادونو کې د کرونا ضد واکسین مخ په خلاصېدو دی. د روغتیا نړیوال سازمان په تازه څرګندونو کې ویلي په داسې حال کې چې په ځینو افریقايي او اسیايي بېوزله هېوادونو کې د کرونا مثبتې پېښې مخ په ډېرېدو دي، خو په دوی کې د کرونا ضد واکسین هم مخ په خلاصېدو دی. سرچینه کاږي دوی د کواکس پروګرام له لارې بریالي شول چې شاوخوا ۱۳۱ میلیونه دوزه واکسین ووېشي خو د خپلې چارې د بشپړولو لپاره لا ډېرو واکسینو ته اړتیا لري. د روغتیا نړیوال سازمان دا مسئله د جدي اندېښنې وړ بللې ده او پر شتمنو هېوادونو یې غږ کړی چې د بېوزلو لاسنیوی وکړي.
































