امریکا ویلي د طالبانو بریدونو ته په کتو ښايي د سرتېرو د ایستلو بهیر ورو شي. د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په تازه څرګندونو کې ویلي سره له دې چې تر ټاکلې نېټې د سرتېرو د ایستلو په اړه د بایډن پرېکړه پر خپل ځای ده، خو که طالبان جګړې نورې هم شدیدوي نو د سرتېرو د ایستلو بهیر به ورو کړي. د کربي په خبره طالبانو په وروستیو کې خپل بریدونه ډېر کړي دي نو له همدې امله د سرتېرو د ایستلو په مسئله کې د احتیاط سپارښتنه شوې ده. کربي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ځینې رسنۍ د سرتېرو په وتلو کې د سرعت خبره کوي او وایي چې امریکا ښايي د رسنیو له خبرولو پرته خپل سرتېري له افغانستان وباسي. بلخوا په وروستیو کې طالبانو خپلې جګړې شدیدې کړې دي چې له امله یې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ ګڼې ولسوالۍ لاس په لاس شوې دي.
































