د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون ویلي امریکایي جنرالان د افغانستان وضعیت هره ورځ ارزوي او په دې بوخت دي چې څنګه وکړی شي له بهره له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي. ددغه وزارت ویاند جان کربي زیاته کړې چې د امریکا سترې بېړۍ په سیمه کې دي، دوی بم غورځوونکې الوتکې لېږدوي خو تر څنګ یې د نورو داسې لارو چارو ارزونه هم پيل کړې چې وکړی شي افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه وکړي او له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي. کربي دغه راز وایي چې افغان جګړه نظامي حل نه لري خو امریکا تیاره ده چې سختې پرېکړې وکړي او اجازه ور نه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر امن پټنځای بدل شي. کربي ددې مسایلو له یادونې سره سره ټينګار کړی چې دا هر څه به د سرتېرو د ایستلو پر بهیر اغېز و نه کړي او تر ټاکلې نېټې به امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي.
































