ملګري ملتونه وايي تېر کال له شاوخوا ۸۵۰۰ ماشومانو په جګړو کې د سرتېري په توګه ګټه اخیستل شوې ده. ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي چې لا هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې وسله والې ډلې په خپلو لیکو کې ماشومان ګوماري او وسلې ورکوي. سرچینه کاږي چې تېر ۲۰۲۰ز کال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۸۵۰۰ ماشومان د جګړو په لیکو کې استخدام شوي وو چې له دې ډلې ۲۷۰۰ یې وژل شوي دي. ملګرو ملتونو د جګړو په لیکو کې د ماشومانو ګومارل بشر ضد کړنه بللې ده او ددې چارې د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده. ځينې افریقايي او اسیایي هېوادونه د هغو هېوادونو په کتار کې یاد شوي چې وسله والې ډلې پکې ماشومان په خپلو لیکو کې ګوماري او د جګړو ډګر ته یې لېږي.
































