هندوستان ټایمز ورځپاڼې له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د قطر د ځانګړي استازي مطلق بن مجاهد ال قحطاني له قوله ویلي چې هندي چارواکو په قطر کې له طالب مشرانو سره لیدلي دي. ورځپاڼه لیکي، له طالبانو سره د هندي چارواکو د لیدنې خبر وروسته تر هغه ورکول کېږي چې د هند د بهرنیو چارو وزیر په تېرو دوو اوونیو کې دوه ځله دوحې ته تللی او د یاد هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره یې خبرې اترې کړې دي. ورځپاڼې د قحطاني له قوله ویلي، دا فکر باید ونه شي چې طالبان به په راتلونکې کې پر ټول افغانستان واک وچلوي خو ټینګار کوي چې دا ډله د دغه هېواد په راتلونکې کې مهم او کلیدي رول لري. هغه څرګنده کړې چې افغانستان نباید د نیابتي جګړو پر ډګر بدل شي ځکه، امن او با ثباته افغانستان د پاکستان، هند او ټولې سیمې په ګټه دی.
































