ترکي او امریکايي چارواکي د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر پر امنیت سره خبرې کوي. د ترکیې ددفاع وزارت یوې سرچینې ویلي چې په نږدې ورځو کې به یو امریکایي پلاوی ترکیې ته لاړ شي او هلته به د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر پر امنیت له ترکي چارواکو سره خبرې وکړي. تر اوسه په ډاګه شوې نه ده چې دغه لیدنه به په کومه سطحه وي خو امریکا ددې غوښتونکې ده چې ترکیه د کابل هوایي ډګر د ساتنې مسوولیت واخلي. دوه ورځې وړاندې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم وویل چې دوی د دغه مسوولیت اخیستلو ته تیار دي او په خبره یې دا نه یوازې د افغانستان لپاره مهم اقدام دی، بلکې د ټولو هېوادونو د ديپلوماتیک ماموریت د خوندي کولو لپاره پر ځای ګام دی.
































