د امریکا عدلي او قضايي ادارو ویلي چې په دې وېبپاڼو کې د ایران ګڼې دولتې وېبپاڼې او د ځینو رسنیو او تلویزیونونو وېبپاڼې هم شاملې دي. سرچینه وایي دغه وېبپاڼو دروغ خپرول او د ایران په ګټه یې تبلیغات کول. د امریکا د عدلیې وزارت ویلي دوی دې لړۍ ته ادامه ورکوي او ټولې هغه وېبپاڼې به بندوي چې بې بنسټه راپورونه خپروي او یا د تاوتریخوالي د زیاتېدو لپاره تبلیغات کوي. ددې تر څنګ امریکا د یمن د حوثیانو ګڼې وېبپاڼې هم بندې کړې دي.
































