د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا د جګړې له ښکېلو لورو غوښتي چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي طالبانو، ولسي پاڅونوالو او افغان ځواکونو ته په کار ده چې ټولو نړیوالو بشري قوانینو ته درناوی وکړي او په خپلو جګړو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله وا نه ړوي. دغه کمیسیون وايي جګړه د حل لار نه ده او ښکېل لوري باید د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره جګړې ودروي او مذاکرات دې چټک کړي. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون تر دې وړاندې هم په ځلونو له ښکېلو لورو غوښتي چې جګړې ودروي او شته مسایل د خبرو له لارې حل کړي.
































