ایران وایي د افغانستان اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی. د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویاند سعید خطب زاده ویلي چې دوی د افغانستان اندېښمنوونکی وضعیت څاري. دده په خبره روان وضعیت د اندېښنې وړ دی او ددې جدي اړتیا ده چې روان تاوتریخوالی کم کړل شي او ښکېل لوري د خبرو له لارې روانه جګړه ختمه کړي. هغه په افغانستان کې د اوسني وضعیت مسوولیت پر امریکا اچولی او په خبره یې د امریکا غیر مسوولانه چلند ددې سبب شوی چې په افغانستان کې جګړې زور واخلي. خطیب زاده وایي ایران په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو، مذاکراتو کې د پرمختګ او دایمي سولې د راتګ ملاتړی دی.
































