امریکا وايي دوی او نړۍ په افغانستان کې هغه حکومت په رسمیت نه پېژني چې د زور له لارې رامنځ ته شوی وي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لیندا توماس ګرینفلیډ په تازه څرګندونو کې ویلي چې نړۍ په افغانستان کې د اسلامي امارت راګرځېدل او یا د طالبانو له لوري د داسې حکومت رامنځ ته کېدل په رسمیت نه پېژني چې هغه د زور له لارې جوړ شوی وي. دغه امریکايي ديپلوماتې ویلي چې امریکا په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمېدو غوښتونکې ده او له دې سره کلک مخالفت کوي چې څوک دې د زور او یا وسلو له لارې ځان واک ته ورسوي. امریکا تر دې وړاندې هم ویلي وو چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له راګرځېدو سره مخالف دي او تمه لري چې بین الافغاني مذاکرات د روانې جګړې د ختمېدو سبب شي.
































