د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ویلي چې هېواد یې له پوځي لارې د افغان بحران د حل پلوي نه کوي. محمد ابراهیم طاهریان دا څرګندونې نن د ملي مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې کړې دي. هغه زیاته کړې چې ایران به د افغان سولې پروسې بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي. طاهریان وایي، چې هېواد یې د خبرو اترو له لارې د افغان بحران پر حل باور لري او ټینګار کوي چې دوی د زور له لارې د دې بحران د حل پلوي نه دي او نه هم دا بحران پوځي حل لاره لري. په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس، د ایران د ولسمشر په توګه د ابراهیم رییسي د ټاکل کېدو له امله د ایران ملت ته مبارکي ورکړې او هیله یې ښودلې چې د رییسي په دوره کې د افغانستان او ایران اړیکې نورې هم پیاوړې شي.
































