د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا په پام کې لري چې پر ویچټ او ټیکټاک باندې لګول شوي بندیزونه لغوه کړي. د چین نړیوالې راډیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند جاو لي جیان له قوله ویلي چې امريکا پر سم لوري روانه ده او دغه کړنه يې يو مثبت ګام دی. هغه زیاته کړې چي د چين حکومت به د خپلو تصديو د حقه حقونو کلکې ساتنې ته دوام ورکړي. د ویلو ده چې د امريکا د سوداګرۍ وزارت د جون په ۲۱مه نېټه ويلي چې دوی به پر ويچټ او ټيکټاک هغه بنديزونه لغوه کړي چې تېر کال يې لګولي وو.
































