روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱ زر او ۵۷۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۸۶ کسان مړه شوي او ۵۳۷ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر یو لک او ۹ زره او ۵۳۲ ته او د مړه شویو هغه بیا ۴ زره او ۴۵۲ ته لوړ شوی دی. روغتیا وزارت پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د کرونا وبا د درېیمې او خطرناکې څپې پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































