نامتو امریکایي سناتور لینډسي ګراهام ویلي چې ولسمشر جو بایډن د افغانستان مسئله کې پاکستان ته شا کړې ده او د عمران خان له مکررو هڅو او تماسونو سره سره یې له نوموړي سره اړیکه نه ده نیولې. د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، ګراهام ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په لړ کې دغه هېواد ته د امریکایي حکومت پام نه کول د ناورین لامل کېدای شي. هغه زیاته کړې چې پاکستان د امریکا ستراتیژیک ملګری دی او له دغه هېواد سره له همغږۍ پرته له افغانستانه د امریکایي سرتېرو وتل ستونزمن کار دی. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې عمران خان په خپله وروستۍ مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا بایډن سره یې خبرې شوې دي وویل، تر اوسه نه او کله چې ترې وپوښتل شول چې دلیل یې څه دی نو ده ورته وویل، هغه نور لومړیتوبونه لري کله چې یې وخت پیدا کړ نو خبرې به ورسره وکړي.
































