د هېواد د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټلیفوني مکالمه کې پر افغان سوله او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. قطري لوري یو ځل بیا ویلي چې له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي او پوره هڅه کوي چې په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي. دده په خبره تل یې هڅه کړې چې دواړه لوري د جګړو پای ته رسېدو ته وهڅوي او بین الافغاني مذاکرات چټک شي. اتمر په بېلو برخو کې د قطر همکاري مهمه بللې ده او ټینګار یې کړی چې له افغان سولې سره ددغه هېواد همکاري اړینه ده او باید خپلې هڅې و نه سپموي.
































