د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د ملي شهید عثمان خان کاکړ د جنازې په مراسمو کې د وینا پر مهال ویلي چې د پاکستان استخباراتي اداره او اړوندې کړۍ د پښتنو د سیاسي او مدني فعالینو د وژلو مسوولې دي. اڅکزی وایي دوی کره ثبتونه لري چې عثمان کاکړ په قصدي توګه وژل شوی دی او مسوول یې هم د پاکستان حکومت او استخباراتي اداره ده. هغه ویلي د پاکستان ټول سیاسي ګوندونه په دې باور دي چې ددغه هېواد استخباراتي ادارې او کړۍ باید په سیاسي ډګر کې فلج کړل شي او د حکومت واګې دې د پوځ له لاسه واخیستل شي. دده په وینا دمګړی د پاکستان ټولې کورنۍ او بهرنۍ چارې پاکستاني جنرالان او استخبارات کنټرولوي نو اوس ددې وخت دی چې پوځ او استخبارات په سیاسي ډګر کې له فعالیتونو راوګرځول شي او ددې کار لپاره به یې مبارزه روانه وي. اڅکزي یو ځل بیا ویلي چې د کاکړ د شهادت له قضیې به دومره په اسانه تېر نه شي او پر ټولو پښتنو یې غږ کړی چې نور د پاکستاني پوځ نارواوې د زغملو نه دي او باید پر وړاندې یې مقاومت وشي.
































