د پښتونژغورنې د نړیوال غورځنګ مشر منظور پښتین د ملي شهید عثمان خان کاکړ د جنازې په مراسمو کې د خبرو پر مهال ویلي چې د سیمې او نړۍ استخباراتو په لر او بر افغانستان کې د پښتنو پر ضد استخباراتي او ډالري جګړه روانه کړې ده او په وینا یې دغه جګړه نوي او خونړي پړاو ته ننوتونکې ده. نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې جګړه خونړۍ شوې ده او ددې جګړې لمن ورو ورو د استخباراتي کړیو په مرسته د پښتنو نورو سیمو ته هم غځول کېږي. هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې استخباراتي کړۍ د پښتنو د ځپلو په لټه کې دي او ټولو پښتنو ته په کار ده چې سره یو لاس شي او د پردیو دسیسې شنډې کړي. نوموړي د عثمان خان کاکړ وژل کېدل هم د استخباراتي کړیو کار وباله او په خبره یې استخباراتي ادارې هر هغه افغان او پښتون وژني چې پښتنو او افغانانو ته ازاد او پرمختللی ژوند غواړي.
































