امریکا وایي د درې سوه زره افغان پوځیانو دنده ده چې د خپل هېواد ساتنه وکړي. د امریکايي پوځ لوی درستیز جنرال مارک مېلي په افغانستان کې د وروستي وضعیت په اړه د وضاحت لپاره د امریکا سنا ته بلل شوی و. نوموړي ویلي چې د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او د طالبانو ګواښ هم په هومره حد کې نه دی چې د اندېښنې وړ وي. دده په باور طالبانو ځینې ولسوالۍ نیولې دي، خو لوړه سلنه ولسوالۍ او ټول ولایتونه د افغان پوځ په لاس کې دي او په خبره یې افغان پوځيان د خپلې خاورې ددفاع وړتیا لري. مارک مېلي دغه راز ویلي افغانستان دمګړی شاوخوا درې سوه زره پوځيان لري او دا د دوی دنده ده چې د خپل هېواد ساتنه وکړي او د ترهګرو ډلو فعالیتونه ودروي. دغه لوړپوړي امریکايي جنرال همدا راز ویلي چې دوی د هر ډول احتمالي ګواښونو پر وړاندې ځواب ته تیار دي او ټول وضعیت په دقیقه توګه څاري. جنرال مېلي داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې همدا اوس د افغانستان د ډېری ولایتونو په ولسوالیو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ مخامخ جګړې روانې دي او دواړه یو بل ته د درنو تلفاتو د اړولو خبر ورکوي.
































