روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱ زر او ۹۶۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر یادې وبا اخته ۶۳ تنه مړه شوي او ۶۹۷ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱۱۱ زره او ۵۹۳ ته او د مړه شویو هغه بیا ۴ زره او ۵۱۵ ته لوړ شوی دی. روغتیا وزارت پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د کرونا وبا د درېیمې او خطرناکې څپې پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































