د راپورونو له مخې، تر اوسه په ټوله نړۍ کې پر کورونا ویروس ۱۸۰ میلیونه کسان اخته شوي، نېږدې څلور میلیونه مړه او ۱۶۵ میلیونه بیرته ترې جوړ شوي دي. پر کورونا ناروغۍ تر ټولو ډېر کسان په امریکا کې اخته شوي چې شمېر یې ۳۴ میلیونه ته رسېږي او تر ۶۰۰ زره ډېر کسان هلته د دغه ویروس له امله مړه شوي دي. تر امریکا وروسته هند دویم هېواد دی چې ۳۰ میلیونه وګړي یې پر کورونا ویروس اخته شوي او تر ۳۰۰ زره ډېر ترې مړه شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان له ټولو هېوادونو غوښتي چې روغتیایي لارښوونو ته جدي پام وکړي او د واکسین په وېش کې بېوزلو هېوادونو ته لومړیتوب ورکړي.



































