کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونه وايي د هېواد په مختلفو ولایتونو کې یې ۶ ولسوالۍ بېرته له وسله والو طالبانو نیولي دي. د پکتیا احمد ابا او سید کرم، د بغلان دوشي او خنجان او د فاریاب اندخوی او خانچارباغ هغه ولسوالۍ دي چې امنیتي چارواکي یې بېرته د ازادېدو خبره کوي. طالبانو تر اوسه د دغو ولسوالیو د لاسه وتلو په اړه څه نه دي ویلي، خو ادعا کوي چې له تېرې ورځې راهیسې یې په فاریاب او بغلان کې ۵ نورې ولسوالۍ نیولې دي. طالبان د دغو ولسوالیو د نیولو او حکومت یې د بېرته ازادولو لپاره په ترسره شویو بریدونو او عملیاتو کې یو بل ته درنې مرګژوبلې د اړولو او پوځي تجهیزاتو د نیولو ادعا هم کوي. د یوه بل خبر له مخې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د بغلان ولایت خنجان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې له امله کابل ته د وارداتي برېښنا مزو د رغولو چاره ځنډېدلې ده.



































