امریکا او فرانسې ایران ته ګواښ کړی، چې د اټومي هوکړې لپاره کافي وخت کې نه لري. د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتونیو بلېنکن له خپل فرانسوي سيال سره په پاريس کې ليدلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پياوړتيا يې خبرې کړې دي. په دې ليدنه کې دواړو لورو ايران ته د ګواښ په توګه ويلي، چې ۲۰۱۵ کال اټومي هوکړې ته د ورتګ په موخه يې مهلت په پايته رسېدو دی او که ويانا کې يې خبرې اوږدېږي، نو دغه هېواد به اټومي فعاليتونه زيات کړي. بلېنکن ويلي، هېواد يې له تهران سره اوس هم زيات تناقضات لري او په دې اړه خبرې روانې دي.



































