ډاڼ ورځپاڼې ویلي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانستان په اړه خپل دریځ روښانه کړی دی او ویلي یې دي چې که چېرته طالبان په زور پر ټول افغانستان واکمن شي نو پوځ به یې کوم اقدام ونه کړي خو خپله پوله به ورسره وتړي. هغه دغه راز څرګنده کړې چې پاکستان له مرکزي اسیا سره ښو سوداګریزو اړیکو ته ژمن دی او د افغانستان له لارې به د دغې سیمې له هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړي. عمران خان په افغانستان کې پر روان وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی دی چې که تاوتریخوالی همداسې دوام ومومي نو دغه هېواد به یو ځل بیا کورنیو جګړو کې ښکېل شي. هغه څرګنده کړې چې دوی د سولې برخه کې خپله ټوله هڅه کړې ده خو په خبره یې، له بده مرغه چې افغان چارواکي لا هم دا احساس کوي چې ګوندې پاکستان هغسې چې اړینه ده همکاري نه کوي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې دوی به د طالبانو پر وړاندې له نظامي اقدام پرته ټول فشار وکاروي څو دا ډله د مذاکراتو له لارې سولې ته وهڅوي.



































