ایرنا اژانس د افغان چارو د یو شمېر ایراني کتونکو له قوله ویلي چې دوی په افغانستان کې پر روان وضعیت او وینې بهېدنې اندېښمن دي. هغوی ټینګار کوي چې افغان ستونزه پوځي حل لاره نه لري او ټولو افغانانو ته په کار ده چې د خپل هېواد د ښېرازه راتلونکې لپاره سره یو موټی شي او خپل برخلیک په خپله وټاکي. ایرنا د پیرمحمد ملازهي له قوله ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو ځانګړې توګه د امریکایي پوځیانو د وتلو خبره، په هیڅ صورت حقیقت نه لري ځکه د نوموړي په وینا، امریکا به هیڅکله هغه میدان چې په کلونو کلونو یې ورباندې سرمایه ګزاري کړې ده خپلو رقیبانو ته پرې نه ږدي. ملازهي ټینګار کړی دی چې د ځواکونو د ایستلو خبره یوه پټه معامله ده. هغه دغه راز په افغانستان کې د یوې بلې کورنۍ جګړې احتمال هم رد کړی نه دی او پر افغانانو یې غږ کړی دی چې د خپل هېواد د بقا لپاره دې د ټوپک پر ځای له خبرو کار واخلي.



































