روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱ زر او ۹۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر یادې وبا اخته ۵۶ تنه مړه شوي او ۳۰۰ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر یو لک او ۱۴ زره او ۲۲۰ ته او د مړه شویو هغه بیا څلور زره او ۶۵۰ ته لوړ شوی دی. د ویلو ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د کرونا وبا درېیمه څپه یو څه کنټرول شوې او روغتیا وزارت ویلي چې د پوهنې له وزارت سره په ګډه پر داسې پلان کار کوي، چې له مخې یې تعليمي مرکزونه هر څه ژر بیا پیل شي.



































