امریکا ته د ولسمشر غني او ورسره مل پلاوي دوه ورځنی رسمي سفر پای ته رسېدلی دی. نوموړي په امریکا کې د یوې خبري ناستې پرمهال خپل دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د نویو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې رغنده او ګټور بللی دی.
ولسمشر غني په یاد سفر کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن، د دفاع له وزیر لوېډ اسټېن، د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن، د ملي امنیت له سلاکار جک سلیوان، د سي آی له مشر، د ګانکرېس له مشرتابه او غړو او دغه راز په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو له کورنیو او د امریکا له پخوانیو پوځي او سیاسي چارواکو سره جلا جلا ناستې درلودې. د امریکا ولسمشر جوبایډن یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د سپټمبر تر ۱۱مې به له افغانستانه خپل ټول ځواکونه راوباسي، خو له دغه هېواد سره به په بېلابېلو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
بايډن زیاتوي: « د افغانستان او متحده ایالتونو مشارکت نه ختمېږي، بلکې دوام کوي. لکه څنګه چې تاسې پوهېږئ، زموږ ځواکونه به له افغانستانه ووځي، خو زموږ له لوري د افغانستان ملاتړ نه ختمېږي. دا ملاتړ به د نظامي وسایطو او تجهیزاتو د ساتنې او پالنې په برخه کې او همدارنګه د سیاسي او اقتصادي مرستو په بڼه دوام وکړي».
بایډن دغه راز ویلي چې امریکا په افغانستان کې له نږدې شل کلن حضور وروسته پرېکړه کړې، ترڅو له دغه هېواده خپل ټول پوځیان کور ته راستانه کړي، خو اوس هغه وخت رارسېدلی چې افغانان او د دوی مشران د خپل هېواد په اړه په خپله پرېکړه وکړي، چې دوی څه ډول افغانستان غواړي. د نوموړي په خبره: « افغانان به د خپل راتلونکي په اړه په خپله پرېکړه کوي چې څه غواړی، خو په دې برخه کې به زموږ د مرستو کمی نه وي. دا بې رحمه تاوتریخوالی باید نور بس شي، که څه هم ډېر سخت به وي».
په ورته مهال ولسمشر غني بیا له بایډن سره د ناستې پرمهال وویل چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو د امریکا پرېکړې ته درناوی کوي، خو ټينګار کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د نوي فصل په پرانیستل کېدو سره به له افغانستان سره د امریکا هر اړخیزې مرستې دوام وکړي. نوموړي زیاته کړه: « له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ویستلو په اړه د جمهور رييس بایډن پرېکړه تاریخي پرېکړه وه. دې پرېکړې ټول خلک متوجه کړل چې بیا له سره فکر وکړي، موږ دلته د دې پرېکړې درناوی او ملاتړ کوو. درېیم، موږ د اړیکو یوه نوي فصل ته ورځو، په دې فصل کې به له متحده ایالتونو سره مشارکت، زموږ مشترکو ګټو ته په کتو نظامي نه، بلکې هر اړخیز وي. موږ خوښ او ډاډه یو چې دا مشارکت به دوام ومومي».
که څه هم افغان چارواکي امریکا ته د ولسمشر غني سفر ګټور او له لاسته راوړنو ډک بولي، خو د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي چې په دغه سفر کې امریکا یوازې خپلې تېرې ژمنې تکرار کړې، خو د نویو او مهمو مسایلو په تړاو پکې هېڅ لاسته راوړنه نه ښکاري. د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله ازاد وايي، چې امریکايي لوري د ولسمشر غني د سفر پرمهال له نوموړي سره هغه ژمنې بیا تکرار کړې، چې څه موده وړاندې یې هم کړې وې.
د یادونې ده چې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ په دغو ناستو کې پر دوو اړخیزو اړیکو او همکاریو سربېره، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر او په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د سفارتونو پر خوندیتوب هم خبرې شوي او ویل کېږي د امریکا یو تخنیکي نظامي پلاوی ترکیې ته تللی او د یاد هوايي ډګر د امنیت د خوندیتوب په تړاو له ترکي چارواکو سره په خبرو بوخت دی.



































